لټون ...

اعلانونه

راپور او مرکه

په دوبی کې د عبدالله مقري ستر کانسرټ په دوبی کې د عبدالله مقري ستر کانسرټ
عبدالله شا ژوندون - دوبی
دریو ختیځو ولایتونو ته د پوهنیز سفر راپورتاژ دریو ختیځو ولایتونو ته د پوهنیز سفر راپورتاژ
ګل آغا احمدي وردګ
ایل ایس ټي اوو د زابل او ارزګان کرکټ لوبغاړي وروزل ایل ایس ټي اوو د زابل او ارزګان کرکټ لوبغاړي وروزل
د ایل ایس ټي اوو مطبوعاتي څانګه
د سهيلي پښتونخوا په ګومله کي د پښتومشاعرې راپور د سهيلي پښتونخوا په ګومله کي د پښتومشاعرې راپور
رپورټ : رفيع ا لله مندوخېل
کندهار : مياشتنۍ ادبي ناسته ترسره سوه کندهار : مياشتنۍ ادبي ناسته ترسره سوه
انجنېر عطاء جان - کندهار

ستاسي تجارتي اعلان

ستاسي تجارتي اعلان

SiteLock

تازه خبرونه تازه ليکني
کندهار - د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ د سنګسار په سيمه کي ميشتو د ملي اردو سرتيرو او سيمه ييزو پوليسو په ګډه د تيري اوونۍ په اوږدو کي لسګونه ميله سپکي او درنې وسلې نيولي دي.
په دې عملياتو کي د خلکو په مرسته هم ګڼ شمېر ماينونه او وسلې او ورسره مل ٨١ کيلو ګرامه ترياک هم نيول سوي دي.
د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوندد دريمي لواء د لومړي کنډک سرتېرو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د عملياتو پرمهال ٥ ميله کلاشنکوف، ٤ پايې مخابرې، ١٨ کړۍ ماينونه، ١ ميل ميګاروف توپنچه، ٨١ کيلو ګرامه تارياک، ١٠ د کلاشنکوف شاژورونه، ١ ميل ١١ ټکه توپک او يوه اندازه چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي دي.
د ملي پوځ سرتيرو دتيري اوونۍ د عملياتو په نتيجه کي دوه تنه وسلوال مخالفين هم چي په سيمه کي يې د افغان ملي امنيتي ځواکونو او دولتي مامورينو پر ضد وسلوالي کړني کولې نيولي دي.

ددې ترڅنګ په ياده سيمه کي د تيري اوونۍ پرمهال سيمه ييزو پوليسو هم په بېلا بيلو عملياتو کي يو ميل دهشکه، يو ميل پيکا، شل فيره د راکټ مرمۍ، ١٤ فيره د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ او څه اندازه خام چرس ترلاسه کړي دي.

د ژړۍ ولسوالۍ د سنګسار په سيمه کي تېره اوونۍ د ملکي خلکو په خاصه مرستي او ځانګړې همکاري، ٤٩ فيره د راکټ مرمۍ، ٦ فيره د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ او ٥ کړۍ ماينونه د ملي امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.<nobrs><nosmile> 2012-02-08
کندهار:پوليسو زيات شمېر وسلې او مهمات نيولي دي
ثناالله وحيد - اسلام اباد :پژواک خبري اژانس د خبرله مخې پر شمالي وزيرستان د امريکا په بې پيلوټه هوايي بريد کې د حقاني ډلې اړوند لس وسلوال و وژل شول.د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د تسليم خان په نوم يوه ځايي چارواکي د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بې پيلوټه هوايي بريد نن سهار وخته د ميرانشاه سوېل ته په ١٥ کيلومترۍ کې د سپلګې په سيمه کې شوى دى.هغه زياته کړه، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يوه کور بريد کړى، خو دغې دولتي سرچينې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې دغه بريد په سيمه کې د حقاني ډلې د وسلوالو پر يوه مرکز شوى دى.د سرچينې د معلوماتو له مخې، په بريد کې د يو شمېر افغانانو په ګډون ١٠ وسلوال وژل شوي او مرکز يې هم ويجاړ شوى دى.د ملک ممتاز په نوم يوه ځايي خبريال پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې ياد مرکز په بشپړه توګه ويجاړ شوى او وژل شوي کسان هم په بشپړ ډول سوځېدلي او د پېژندلو نه دي.د يادونې ده، چې د روان لمريز کال د ليندۍ په پنځمه په مومندو ايجنسۍ کې د ايساف له خوا پر پاکستانيو پوستو له بريدونو وروسته، چې په ترڅ کې يې ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل شول، د بې پيلوټه هوايي بريدونو لړۍ تر يوې مياشتې پورې بنده شوې وه.له تېرې يوې مياشتې يو ځل بيا پر وزيرستان بې پيلوټه هوايي بريدونه پيل شوي او په دې موده کې تر اوسه شپږ بريدونه ترسره شوي دي.د امريکايي سرچينو د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠٤ زېږديز کال راهيسې پر قبايلي سيمو د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا ٢٨٥ هوايي بريدونه شوي، چې له امله يې زرګونه کسان وژل شوي دي.په وژل شوو کې د ځايي اوسېدونکو او وسلوالو ترڅنګ د القاعدې او حقاني ډلې ګڼ شمېر بهرني قوماندنان او وسلوال هم شامل دي.<nobrs><nosmile>
2012-02-08
په شمالي وزيرستان کې د حقاني ډلې لس وسلوال و وژل شول
ثناالله وحيد - اورکزۍ: په قبائيلي سيمه بره اورکزو کې دطالبانو په پټتځايونو الوتکو څخه ترسره شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه ١٥ طالبان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي چارواکو وئیلي الوتکو دبره اورکزو په خديزۍ، ماموزۍ او تور سمنت سيمو کې ترسره کړې ده دسرچينو وينا ده په دغه بمبارۍ کې د١٥طالبانو دوژل کيدو او ٨ؤ نورو دژوبل کيدو ترڅنگ دهغو څلورپتنځايونه تباه شوي دي
2012-02-08
اورکزو کې ١٥ طالبان وژل شوي
وسیع الله میاخیل - د کابل ولایت ویاند - اعلامیه : دکابل ولایت امنیتي ګډه غونډه د کابل والي احمدالله علیزي په مشرۍ او د کابل د ولایتي شورا رئیس الحاج نثارالدین بریالي، ۱۰۱ اسمائي زون قومندان لوی پاسوال محمدایوب سالنګي، ۱۱۱ فرقې قومندان جنرال قدم شاه خان، د کابل ولایت د ملي امنیت رئیس جنرال مومن، د RCC قومندان جنرال لونډ، سکتوري رئیس انجینیر مطیع الله خروټي او نورو لوړپوړو مشرانو په ګډون جوړه شوه. کابل والي احمدالله علیزي د کابل ولایت د امنیتي ځواکونو کړنې او فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه چې د امنیتي ځواکونو په ګدو هلوځلو او ښې همغږۍ له امله د کابل ولایت امنیتي وضعه د پخوا په پرتله ښه شوې او هیله مندیم چې د کابل د شریفو اولسونو په همکارۍ به ښې لاسته راوړنې ولرو، کابل والي د ۱۰۱ اسمائي زون هغه اقدام وستایلو چې موخه یې د ولسونو په همکارۍ د امنیت ټینګښت دی او زیاته یې کړه چې د ولسونو په ملاتړ کولای شو چې په هره برخه کې د ښې لاسته راوړنې ولرو. غونډې ته د کابل ولایتی شورا رئیس، د ۱۰۱ اسمائي زون قومندان، ۱۱۱ فرقې قومندان، د کابل ولایت د ملي امنیت رئیس او RCC قومندان لخوا د خپلو فعالیتونو مفصل راپور ارایه شو او همدارنګه د ۱۳۹۱ لمریز کال لپاره د کابل ولایت د مقام او ټولو یادو ارګانونو پلانونه هم د غونډې برخوالو ته وړاندې شول چې د پلې کیدو لپاره به یې ګډې هلې ځلې ترسره شي.<nobrs><nosmile>
2012-02-08
د کابل ولایت په امنیتي وضعه کې د پخوا په پرتله د پام وړ مثبت بدلون راغلی.
هلمند - په هلمند كې د ملي امنيت منسوبينوپه زياته اندازه چاوديدونكي توكي اوماينونه نيول دي
هغه ځانگړي عمليات چې د سه شنبې په ورځ په هلمند كې د ملي امنيت اړوند د بست په نوم د ۱۷۰ځانگړې قطعې لخوا د نهرسراج په بلوڅانوكلي كې ترسره شول په ترڅ كې يې ۱۰۰۰كيلوگرامه د ټي ان ټي په نوم چاوديدونكي توكي چې د ځانمرگوبريد كوونكوپه واسكټونواوموټربمونوكې تردې كاراخيستل كيږي،۱۵كړى د ټانگ ضد ماينونه،۸۰ متره د پريمكاټ په نوم چاوديدونكى مزى اويوه اندازه د ماينونود چوولوكانچې اونوروسايل شامل دي نيول شوي دي.<nobrs><nosmile>
2012-02-07
هلمند : په هلمند کي چاوديدونکي توکي او ماينونه نيول سويدي
بريالی جلالزی -
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ سيالۍ نن سبا د افغانانو ترمنځ توده موضوع ګرځېدلی ده. ډېری افغانانو ورته خوشحاله دي او دغې ورځې ته شېبې شماري؛ خو ځينې افغانان بيا په ځينو ويب پاڼو په تېره بيا فيس بوک کې په کرکټ بورډ، دغې لوبې او د خواشينۍ خبره خو لا دا ده، چې په ځينو تکړوو لوبغاړو پسې ضد او نقيضې خبرې کوي،  چې د دوی دا ډول خبرو بالاخره افغان تکړه لوبغاړی حميد حسن دې ته مجبور کړ، چې د خپلې پښې تصويرونه، چې د ده او د لوبډلې لپاره د دا ډول تصويرونو خپرول، ډېر زيان لري، خپاره کړي.

دا به ومنو، چې کرکټ بورد ستونزې لري، چې ځينې افغان لوبغاړي هم کله ناکله ترې شکايت کوي؛ خو په ځينو تکړوو لوبغاړو پسې، چې افغانستان ته يې ډېرې برياوې هم ور په برخه کړي، ضد او نقيضې خبرې کېږي، چې ګواکې په تجارت بوخت دي او په لوبه کې ګډون نه کوي.

تر اوسه کومې رسمي منبع نه دي ويلي، چې کوم لوبغاړی به په ياده لوبه کې ګډون نه کوي، ان د حميد حسن د نه ګډون خبر هم تر اوسه په رسمي توګه نه دی تايد شوی او ويل کېږي، چې د نوموړي د ګډون پرېکړه به د فبروری په نهمه، د هغه روغتيا ته په کتنې سره، کېږي؛ خو نه پوهېږم د دغو لوبغاړو د نه ګډون خبر دغو کسان له کومه تر لاسه کړی.

همدارنګه په تاند ويب پاڼه کې سيد اسحق سادات په خپلې خپرې کړي ليکنې کې ليکلي، چې له پاکستان سره سيالۍ د کرکټ بورډ غټه تېروتنه ده، ځکه پاکستاني لوبغاړو په نړۍ کې داسې ريکارډونه جوړ کړي، چې تر اوسه چا نه دي مات کړي. ليکوال اندېښنه لري، چې که چيرته پاکستاني لوبغاړي پر افغان لوبډلې کوم ريکارډ جوړ کړي؛ نو لوبډله به خپل مينه وال له لاسه ورکړي، چې دا يوازې د ليکوال اندېښنه ده. نه پوهېږم ليکوال په مسلکي توګه په کرکټ پوهېږي که نه؟ زه هم په مسلکي توګه په کرکټ ډېر نه پوهېږم خو د کرکټ د مسلکيانو له نظره، د افغان لوبډلې د لا ډېرو تجربو لپاره د کرکټ نړيوالې شورا له دايمي غړو سره لوبېدل خورا اړين دي. افغان لوبغاړو په لږه موده کې افغانانو ته ډېرې لاسته راوړنې درلودې، چې د يوې لوبې په بايللو د هغوی تېرې لاسته راوړنې نه شو هېرولای. که افغانان غواړي، چې ملي لوبډله يې په راتلونکې کې ښه وځلېږي او افغانانو لا ډېرې برياوې ور په برخه کړي؛ نو ملي لوبډله دې تشويق کړي او دا ډول ضد او نقيضې خبرې دې تر شا پرېږدي.

کرکټ ته تر ډېره بريده د چانس لوبه ويل کېږي. ځينې وخت له يوه لوبغاړي يا يوې لوبډلې سره بخت ملتيا وکړي او ښه لوبه وکړي؛ خو يو نيم وخت بيا ان د نړۍ تر ټولو تکړه لوبغاړي هم ښه لوبه نشي کولای. چې دغه کار په کرکټ کې ډېر معمول دی. خو بر عکس په افغانستان کې، کله چې ملي لوبډله يا کوم لوبغاړی ښه ولوبېږي؛ نو ټول يې تشويقوي او نوم يې د افغانانو په خوله وي؛ خو که همدا لوبغاړی يا ملي لوبډله په کومه لوبه کې ښه و نه ځلېږي، تېرې ټولې برياوې يې د افغانانو هېرې شي او هر څوک پسې يوه خبر کوي.

دې ته ورته نورې خبرې هم شته، چې يادولو ته يې ډېره اړتيا نه وينم.

هيله ده ټول افغانان له دا ډول خبرو تېر شي او د تېر په څېر خپله ملي لوبډله تشويق او دعاګانې ورته وکړي. د دې ډول خبرو پر ځای راځئ په ګډه حميد حسن ته دعاګانې وکړو، چې الله دې ژر روغ صحت ورکړي او ملي لوبډله دې پر پاکستان هغې بريالۍ شي.

ته دې روغ شې حميد حسنه!

2012-02-07
ته دې روغ شې حميد حسنه!
لراوبر -
سړې هوا په کابل کي د نورو ولايتونو څخه راغليو کډوالو ۱۶ هغه ماشومان  چي د پنځو کلونو څخه لږ عمر لرونکي وه وژلي دي ، دغه کډوال چي د کابل په باګراميو او کابل په مرکز کي په خېمو کي ژوند کوي د ډيري سړې هوا له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي .

د عامي روغتيا وزارت دسړې هوا له امله ددغو شپاړسو کډوالو ماشومانو مړينه تاييد کړې ده او وايي چي يو ګرځنده روغتيايي ټيم يې جوړ کړی دی چي په خېمو کي د اوسيدونکو کډوالو سره بېړنۍ روغتيايي مرستي وکړي .

دغه کډوال چي د کندهار ، هلمند ، روزګان او ځينو نورو ولايتونو څخه د جنګ جګړو له امله کابل ته مهاجر سوي دي وايي چي ماشومان يې د ناروغۍ له امله نه ، بلکي د سړې هوا له امله مړه سوي دي او وايي که بېړنۍ مرستي ورسره ونه سي د سړې هوا له امله د مړو شمېره زياتېدای سي .
<nobrs><nosmile>
2012-02-07
کابل: سړې هوا د کورني کډوالو ۱۶ماشومان وژلي دي
انجنېر عطاء جان - کندهار - د زوګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په دهراود اولسوالي کي د موټر سايکل چاودني يو ماشوم وژلى او درې نور ئې ټپيان کړي دي . چاودنه د موټر سايکل په وسيله رامنځ ته سوې. د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فريد عايل رسنيو ته د پېښي پخلى کړى او وايي چي د ټپيان حالت د ډاډ وړ دئ او په ملکي روغتون کي تر درملني لاندي دي. وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي<nobrs><nosmile>
2012-02-07
روزګان : موټر سايکل چاودني ٤ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
ازادۍ راډيو - ورځپاڼو ته کتنه - د کابل ورځپاڼو د نن ورځې زیاتره مطالب بیا هم په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې شوي، چې حمید مومند په لاندې مطلب کې رانغاړلي دي. ملي باور: ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د بارک اوباما ادارې د هغو پنځو طالب مشرانو د خوشې کولو په موضوع غور پیل کړې، چې طالبانو یې غوښتنه کړې. ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د دغو مشرانو نومونه او انځورونه هم خپاره کړي، چې په کې ملا نور اله نوري، عبدالحق وثیق، محمد نبي عمري، ملا محمد فاضل او خیراله خیرخواه شامل دي. ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا له خوا دا کار د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په بهیر کې د باور د فضا د رامنځ ته کولو لپاره کیږي. ورځپاڼې د ځینو امریکایې سرچینو په حواله لیکلي، چې دا ټول مشران له القاعده سره په اړیکو او د دې شبکې له مشرانو سره په همکارۍ تورن دي. محور: محور نا دولتي ورځپاڼې هم د همدغو کسانو نومونه خپاره کړي او لیکلي، چې طالبان یې د خلاصون لپاره ټینګار کوي. د ورځپاڼې په وینا دا پنځه واړه کسان د طالبانو د واکمنۍ په مهال جګپوړي چارواکي وو او له تیرو لسو کلونو راهیسې په ګوانتانامو کې بندیان دي. ورځپاڼې دا هم لیکلي، که طالبان له امریکا څخه د حسن نیت په توګه د دغو کسانو خوشې کول غواړي نو پکار ده، چې دوي هم له خپله اړخه د حسن نیت په توګه اوربند وکړي. ویسا: ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا له امریکا سره تر اړیکو وروسته ځینو هغو پرمختګونو ته اشاره کړې، چې طالبانو ددغه بهیر د پرمخ بیولو لپاره کړي. ورځپاڼه لیکي، چې طالبانو د ملا حسن په مشرۍ د اړیکو یو کمسیون جوړ کړې، څو له بې پرې سیاستوالو، خبریالانو او قومي مشرانو سره اړیکې ټینګې کړي او باور یی ترلاسه کړي. د ورځپاڼې په وینا ددې کمسیون مرستیال د بدخشان مولوي شمس الدین دې، چې د طالبانو واکمنۍ په مهال د میدان وردګو والي وو او د ورځپاڼې په وینا یو فعال کس دې. خو ویسا په یو جلا مطلب کې لیکلي، چې له امریکا سره د طالبانو مخامخ اړیکو د پاکستان ځینې مذهبي مشران ناراضه کړي دي. د ورځپاڼې په وینا دا مشران په دې باور دي، چې له طالبانو سره ستونزې پاکستان وګاللې او اوس دوی له امریکا سره پټې اړیکې ټینګې کړي دي. خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا پدې ټینګار کړې، چې پاکستان باید د افغانستان په وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي. خدمتګار: خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې ددې کمسیون اساسي دنده دا ده، چې له خلکو سره اړیکې ټینګې کړي او هغوې ته دا باور ورکړي، چې طالبان یوزاې د ځان لپاره حکومت نه غواړي بلکه ددې پلوي دي، چې په حکومت کې ټول اړخونه شریک وي. ورځپاڼې وړاندې د یو افغان کتونکي په حواله لیکلی، چې طالبانو دا هم رد کړې، چې ګواکې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته دوې د واک د ترلاسه کولو هڅه کوي او د دې مسئلې د باوري کولو لپاره یې د ګاونډیو هېوادونو پرته د نورو اسلامي هېوادونو د ځواکونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه کړې. خو ورځپاڼې وړاندې د اختلاف ځینو هغو ټکو ته کتنه کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موجود دي. د ورځپاڼې په وینا بیرغ او امارت دوه هغه مسایل دي، چې لا هم ددوی ترمنځ اختلاف پرې موجود دې.<nobrs><nosmile>
2012-02-07
کابل ورځپاڼو د طالب بندي مشرانو په اړه مقالې خپرې کړي
انجنېر عطاء جان - کندهار - د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي په يوه امنيتي کمپنۍ کي نښته رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې درې تنه د شخصي امنيتي کمپنۍ او يو پوليس وژل سوي او درې تنه نور د شخصي کمپنۍ ژوبل سوي. ياده مرګ ژوبله د حاجي توريالي په نامه په يوه شخصي کمپنۍ کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله په ياده کمپنۍ د تورجان په نامه يوه کس پر خپلو ملګرو د ماشين ډزي وکړې او په پايله کي ئې درې تنه ووژل او درې تنه ئې ژوبل کړل. تر پېښي وروسته د نښتي ځاى ته پوليس ورغلي او هلته د امنيتي کمپنۍ د کسانو او پوليسو ترمنځ نښه سوې او په پايله کي ئې يو پوليس وژل سوى. چارواکي وايي چي په دې اړه ئې پلټني پيل کړي او يو تن ئې نيولى.<nobrs><nosmile>
2012-02-07
کندهار : په يوه امنيتي کمپنۍ کي ٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
ثناالله وحيد - پېښورد عوامي نيشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا مشر سينټر افراسياب خټک وايي چې په افغانستان کې د امن لپاره د هر ډول مذاکراتو ملاتړ کوي خو د هغه په خبره د افغانستان د راتلونکې فیصله به بهرنیان نه بلکه خپل افغان ولس کوي. نوموړي دا خبرې د پېښور پوهنتون په پولیټیکل ساینس څانګه کې د اتلسم ترمیم تر عنوان لاندې له رابلل شوي سېمینار وروسته په یوه ځانګړې مرکه کې کړې.افراسیاب خټک وايي لومړی دا چې د دوی ګوند د مذاکرتو په حق کې دی.ځکه چې په افغانستان کې روان صورتحال بې له خبرو اترو نه حلېږي.نو مذاکرات مثبته خبره ده.او پاته شوه دا خبره چې فیصله به څه کېږي،فیصله به دا کېږي چې افغان ولس ته د منلو وړ وي.ځکه چې په افغانستان کې د حکومت فیصله ،دنظام فیصله د مسقبل فیصله به افغان ولس په خپله کوي.بهر ملکونه کې مرسته ورسره کوي و دې کړي نو تر دې حده کافي ده. مګر دا حق دې بهر طاقتونه ځان ته نه ورکوي چې هغوی د افغانستان فیصلې بهر وکړي.افراسیاب خټک زیاته کړه دا خبره ضروري دي چې د افغانستان د سولې بهیر کې دې د پاکستان په ګډون د هغه هېواد ټول ګاونډیان شامل کړل شي.دده په خبره د منځنۍ اسییا هیوادونه ، ایران او نور ګاونډیان هم حق لري چې د افغانستان د سولې بهیر کې خپل نظر شریک کړي.خو حتمي فیصله باید له افغان ولس سره وي.
2012-02-07
افراسياب خټک:د راتلونکې فیصله باید افغان ولس وکړي
عبدالله شا ژوندون - دوبی -
د لومړي ځل لپاره یو افغان سندرغاړی په داسي سټیج کې سندري وایي چې لاندي یې  د نړۍ د هر هیواد وګړي ولاړ دي او ننداره یې کوي  . له پنځو زرو نه زیات افغانان او له دیرشو نه د زیاتو ملکونو کسانو ته  دا کنسرټ د ۲۰۱۲ د جنوري پر ۲۷مه نېټه د دوبی په نړیوال کلي یا ګلوبل ویلیج  کې  د افغانستان د کلي له لوري جوړ شو .
د نړیوال کلي د فیسټوال په شپاړس کلن تاریخ کې عبدالله مقری لومړی افغان سندرغاړی دی چې د نوموړي فیسټوال په عمومي سټیج باندي پښتو سندري وایي ، او لاندي یې زرګونه خلک ننداره کوي .

ددې کانسرټ چې له پنځو زرو نه زیات افغان مسافر راټول شوي وو له  اټکل نه زیاته بدرګه وشوه  ، د کانسرټ له پیل سره مینه والو د مقري په خوږ غږ کې د ملي سندرو په ویلو خپله مینه په اتڼونو ، چرچکو ، نارو او شپيلکیو بدرګه کوله  . کانسرټ ته د دوبی سربیره له ابوظبی ، العین ، عجمان ، شارجې او ام القیون  څخه   مسافر افغانان را ټول شوي وو ، د عامو خلکو تر څنګ  یو شمیر دولتي لوړ پوړي چارواکي هم راغلي وو .

په دوبی کې (مقری او یادونه ) کانسرټ  لومړنی کارنسرټ وو چې خلکو بې له ټکټ څخه کولی شو ګډون وکړي .

د دوبی کلنی فیسټوال چې د ګلوبل ویلیج (نړیوال کلی ) په نوم مشهوره دی هر کال د ژمي په موسم کې د څلورو میاشتو لپاره  لګیږي ،په دې فیسټوال کې د هر ملک لپاره ځانګړی ځای ټاکل شوی او په دې ځای کې یو وړوکی بازارګوټی موجود وي  چې د هغه ملک دودیز   شیان په کې خرڅیږي . په عمومي ټیج باندي هر ملک خپل کلتوري دودیزي نڅاوي او نور ډول ډول حرکتونه کوي .  دې فیسټوال ته د عرب اماراتو سر بیره له نورور عربي او غربي ملکونو څخه هم خلک د سیل لپاره راځي .

د یادوني وړ ده چې سږ کال د افغانستان کلی د نورو کلونو په پرتله ډیر فعال او ځلاند دی .

2012-02-06
په دوبی کې د عبدالله مقري ستر کانسرټ
ګل آغا احمدي وردګ -
د 1390 د سلواغې د 11 څخه تر 13 نیټې پورې

د 1390 کال د سلواغې په 11 نیټه د افغانستان د پوهنې وزیر او ورسره پلاوي د هیواد دریو ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار، کنړ او لغمان ته یو درې ورځنی پوهنیز سفر وکړ او د خپل سفر په ترځ کې یې د 3 بابه ښوونیزو موسساتو د بنسټ د ډبرو ایښودلو او ګټې اخیستنې ته د یو باب جومات او ګڼو تعلیمي ودانیو د سپارلو سربیره د همدې ولایتونو د باغباني او علیشنګ په ښارګوټیو کې بې سرپناه ښوونکو ته د هستوګنې 626 نمرې ځمکه توزیع او د ننګرهار د مرکزي دارالعلوم، د استقلال په لیسه کې د ښوونکو له روزنیزو کورس، د کنړ د څاګي د لیسې، څوکۍ د دارالعلوم او د لغمان د ښوونیزو موسساتو څخه هم لیدنه وکړه.

د پوهنې وزیر او ورسره پلاوي د ننګرهار د پوهنې د ریاست د نوې ودانۍ د کار بهیر په کتلو سربیره په ننګرهار، کنړ او لغمان کې د ښوونکو او د پوهنې د منسوبینو وړاندیزونه او ستونزې واوریدې او د همدې ولایتونو د پوهنې بهیر یې له نږدې څخه وکوت. د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د خپل سفر په ترځ کې د ننګرهار له  والي ښاغلي ګل آغا شیرزي، د کنړ له والي ښاغلي سید فضل الله واحدي او د لغمان له والي ښاغلي اقبال عزیزي سره پر ملاقاتونو سربیره د درې ګونو یاد شوو ولایتونو د ولایتي او محلي شوراګانو له استازو، دولتي اراکینو او یو زیات شمیر علمای کرامو، قومي مشرانو، مخورو، ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې له مینه والو سره هم لیده کاته وکړل او په اړوندو ولایتونو کې یې د پوهنې د بهیر د پياوړتیا په موخه خپلې لارښوونې او نظریات ورسره شریک او د دې بهیر په وړاندې یې شته ستونزو او ګواښونو ته حل لارې و لټولې.

ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو د سفر په لړ کې د پوهنې د وزیر په ویاړ ګڼې غونډې جوړې شوې وې چې هغه کې د اړوندو سیمو پر علمای کرامو، قومي مشرانو، دولتي اراکینو ښوونکو او زده کوونکو سربیره د پوهنې د ستر کاروان زرګونو مینه والو ګډون کړی وو. د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د ګڼو ویناوو په ترځ کې د اسلام د سپیڅلي دین له نظره د علم اهمیت څرګند او په ټولنیز پرمختګ کې یې د دې مهم او ښکلي جوهر دریځ په ډاګه کړ. د پوهنې وزیر د خپلو ویناوو په لړ کې د اړوندو سیمو مشران او ځوانان د پوهنې په ډګر کې مثبتې سیالۍ ته و هڅول، د پوهنې په برخه کې یې د اړوندو سیمو د بریالیبونو او د هغه پر وړاندې موجودو ګواښونو ته په اشارې سربیره د یاد شوو ولایتونو وګړو ته په پوهنیزو چارو کې د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

د اړوندو ولایتونو چارواکو، سیمه ایزو مشرانو، علمای کرامو او د پوهنې مسوولینو له خوا د پوهنې وزیر او ملګري پلاوي ته په ښه راغلاست سربیره د خپلو ویناوو په ترځ کې دا ډاډ څرګند کړ چې دوی به په دې لاره کې له هیڅ راز هڅو او سرښندنو څخه ډه ډه و نه کړي څو زموږ هیواد، سیمه او وګړي د پوهنیزې سیالۍ په ډګر کې له نورې نړۍ څخه وروسته پاتې نه شي.

باید وویل شي چې همدا اوس په ننګرهار، کنړ او لغمان ولایتونو کې د پوهنې بهیر په ډاډمنه توګه پر مخ روان دی چې یو لنډ انځور یې د پوهنې د وزیر او سیمه ایزو چارواکو د ویناوو په استناد د ګرانو لوستونکو مخې ته ایښودل کیږي.

اول: د ننګرهار ولایت
د ننګرهار په ولایت کې جمعاً 785 بابه پوهنیزې موسسې فعالې دي، چې په هغه کې 608,035 تنه زده کوونکي د 12,528 ښوونکو له خوا تعلیم ترلاسه کوي. په 1390 کال کې په دې ولایت کې 12,436 تنه په دولسمو ټولګیو کې زده کړه کوي، دا په داسې حال کې ده چې په 1389 کال کې له دولسمو ټولګيو څخه د دې ولایت د فارغانو شمیر 9,370 تنه وو.
د 1385 څخه را پدیخوا د پوهنې وزارت په ننګرهار ولایت کې د 14,593,710 میلیونو ډالرو په ارزښت 330 عمراني پروژې تر لاس لاندې نیولې چې 280 پروژې تکمیل، 31 پروژې تر کار لاندې او 19 په تدارکاتي مراحلو کې دي.  خو له دې سره سره د تشکیل کموالی، د ثانوي دورې لپاره پر وخت د کتابونو نه رسیدل او د 340 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو او مصئون تعلیمي ماحول نشتوالی د ننګرهار د پوهنې د بهیر له عمده ستونزو څخه ګڼل کیږي.

دویم: د کنړ ولایت
د کنړ په ولایت کې جمعاً 444 بابه ښوونیزې موسسې فعالې دي، چې په هغه کې 162,314 تنه زده کوونکي د 3,760 ښوونکو له خوا زده کړه ترلاسه کوي. په 1390 کال کې له دولسم ټولګي څخه د کنړ ولایت  د سړو سیمو د فارغانو شمیر 2,302 تنه او همدا اوس د دې ولایت د تودو سیمو د دولسمو ټولګیو د زده کوونکو شمیر 3,247 تنه دی.
د 1385 څخه را پدیخوا د پوهنې وزارت په دې ولایت کې د 20,037,530 میلیونو ډالرو په ارزښت 203 عمراني پروژې تر لاس لاندې نیولې چې 95 پروژې تکمیل، 74 پروژې تر کار لاندې او 34 پروژې په تدارکاتي مراحلو کې دي. خو په همدې ولایت کې د ښوونکو د ښارګوټو لپاره د ځمکې او د 153 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو او مصئون تعلیمي ماحول نشتوالی د پوهنې د بهیر له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي.

دریم: د لغمان ولایت
د لغمان په ولایت کې ټولټال 273 بابه ښوونیزې موسسې فعالې دي، چې په هغه کې 232,861 تنه زده کوونکي د 3,855 ښوونکو له خوا تعلیم ترلاسه کوي.  په 1390 کال کې د لغمان په ولایت کې 2,881 د دولسم ټولګي زده کوونکي په زده کړه بوخت دي او په 1389 کال کې له دولسم ټولګي څخه د دې ولایت د فارغانو شمیر 3,153 تنه وو.
د 1385 څخه را پدیخوا د پوهنې وزارت په دې ولایت کې د 7,584,766 میلیونو ډالرو په ارزښت 141 عمراني پروژې تر لاس لاندې نیولې چې 75 پروژې تکمیل، 52 پروژې تر کار لاندې او 14 پروژې په تدارکاتي مراحلو کې دي. خو د دې سره سره په همدې ولایت کې د تشکیل کموالی، د ثانوي دورې لپاره پر وخت د کتابونو نه رسیدل او د 72 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو او مصئون تعلیمي ماحول نشتوالی د لغمان د پوهنې د بهیر له عمده ستونزو څخه ګڼل کیږي.
د هیواد د پوهنې وزیر د ملګري پلاوي په ملتیا، د ځمکې له لارې دریو ختیځو ولایتونو د سفر کولو، د پوهنې د  بهیر د کتلو او په ګڼو پوهنیزو مناسبتونو کې له ګډون وروسته د 1390 کال د سلواغې د میاشتې په 13 نیټه بیرته کابل ته ستون شو.
له نیکه مرغه په 1390 کال کې د هیواد د پوهنې په نظام کې 14,607 بابه ښوونیزې موسسې فعالې دي چې 50% یې مصئون روزنیز ماحول یا تعمیرونو څخه برخمنې دي او په هغه کې 8.4 میلیونه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلین د 39% اناثو په شمول د 192,581 مدرسینو، استادانو او ښوونکو له خوا په زده کړه بوخت دي.
<nobrs><nosmile>
2012-02-06
دریو ختیځو ولایتونو ته د پوهنیز سفر راپورتاژ
نذیراحمد نذیر - د پاکستان په لاهور کې هغه وخت څلور کسه مړه او لسګونه نور ټپیان شول چې د درملو جوړونې د یوې فابریکې په دریم پوړ کې د ګازو چاودنه وشوه. په یادو مړو کسانو کې یو لس کلن ماشوم هم و. فابریکه په یوه اوسیدونکې سیمه کې ده، نو له دې امله ورسره دوه کورونه هم نړیدلی دي. د سیمې یو اوسیدونکی وایی چی دلته تر یو نیم سل پوې ځوانانو و، چې لا تر اوسه ځینی له خاورو نه دي را ایستل شوي.
2012-02-06
لاهور: څلور مړه او لسګونه ټپیان شول
ثناالله وحيد - د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني وايي، چې له قطري چارواکو سره به د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي.يوسف رضا ګيلاني دغه څرګندونې نن قطر ته له روانېدو مخکې په هوايي ډګر کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.له لومړي وزير سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر او د ملي شورا يو شمېر غړي هم ملتيا کوي.يوسف رضا ګيلاني په هوايي ډګر کې د خبرو پر مهال وويل، چې دى به له قطري چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سياسي او سوداګريزو اړيکو ترڅنګ د افغانستان د سولې د پروسې په اړه هم خبرې وکړي. ګيلاني په داسې حال کې د افغان سولې پروسې په اړه قطر ته سفر کوي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر تېره اونۍ کابل ته په همدې موخه په سفر راغلې وه.له دې مخکې پرون په اسلام اباد کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان لومړي وزير د افغانستان په اړه د خپل هېواد پر تګلارې سخته نيوکه وکړه. هغه زياته کړه، چې دغه تګلاره د يوه ديکتاتور ولسمشر له خوا جوړه شوې وه او ډېرې پوښتنې په کې راولاړې شوې دي. ګيلاني پخواني ديکتاتور ولسمشر جنرال مشرف ته په اشارې سره وويل، چې هغه افغان پاليسي په داسې حال کې جوړه کړې وه، چې په خپله د پوځ مشر او اجراييوي رييس و او د پاکستان ولسمشر هم و.نوموړي زياته کړه: ((اوس هغه ورځې تېرې شوې، چې يوه تن به تګلارې جوړولې، اوس له بهرنيو هېوادونو سره تګلارې پارلمان جوړوي.))د يادونې ده، چې د افغانستان د سولې د پروسې د پرمخ وړلو په موخه په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پرېکړه شوې وه، امريکا، طالبان او د افغانستان حکومت هم له دې سره موافقه ښودلې ده.ويل کېږي، چې تېره اونۍ امريکايي استازو په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي، خو تر اوسه رسمي سرچينو دا ليدنې نه دې تاييد کړې.ګيلاني په داسې حال کې د قطر له چارواکو سره د خبرو په موخه دغه هېواد ولاړ، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان کابل ته د سفر پر مهال ويلي وو، چې د قطر حکومت بايد د طالبانو د دفتر پرانيستلو په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.دغه راز د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا تېره اونۍ وويل، چې پاکستان په سيمه کې مهم هېواد دى او د دوى له مرستې پرته د افغانستان د سولې پروسه نه شي بريالۍ کېداى.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط خان دوه ورځې مخکې ويلي وو، چې دوى د افغانستان د سولې په پروسه کې د اسانتياوو برابرولو ته تيار دي.<nobrs><nosmile>
2012-02-06
ګيلاني د افغان سولې پر سر د خبرو لپاره قطر ته ولاړ
انجنېر عطاء جان - کندهار - د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په دامان اولسوالۍ کي ئې ١٠٠ توپنچې نيولي . د چارواکو په وينا چي يادي توپنچې ئې هغه وخت په يوه زرنج موټر سيکل کي نيولي چي د يادي اولسوالۍ څخه د کندهار ښار پر لور وړل کېدلې او هلته د چارواکو په وينا چي په چرکي بريدو کي ورڅخه کار اخستل کېدئ . چارواکي وايي چي د زرنج موټرسيکل چلوونکى ئې هم نيولى او هغه ويلي چي ياد شمېر توپنچې ئې د بريدو له پاره کندهار ښار ته وړلې. وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.<nobrs><nosmile>
2012-02-06
کندهار : په دامان اولسوالۍ کي پوليسو وسلې نيولي
انجنېر عطاء جان - کندهار - د کندهار ولايت د ملي امنيت مسئولين وايي چي د يوشمېر عملياتو په ترڅ کي ئې څلور وسله وال نيولي او هغوى هم پر خپلو کړنو اقرار کړى او منلي ئې دي. د چارواکو په وينا چي ياد کسان ئې تېره اوونۍ نيولي او د هغوى سره ئې يوشمېر وسلې او مهمات هم نيولي. د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.<nobrs><nosmile>
2012-02-06
کندهار : ملي امنيت څلور وسله وال نيولي
انجنېر عطاء جان - کندهار - د کندهار ولايت د خاکرېز اولسوالۍ امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت د لام په نامه سيمي ته ئې د پوليسو د روزني په پروسه کي ١٥ تنه نور روزلي او پر خپل کار ئې تر روزني وروسته ګمارلي. د دې اولسوالۍ اولسوال حاجي عبدالقيوم دېوان بېګي وايي چي د لام سيمه مخکي ناامنه وه خو اوس ئې امنيت د پخوا په پرتله ښه سوى. نوموړى وايي چي په دې سيمه کي هيڅ ډول د پرمختګ کارونه نه دي سوي او بايد وسي.<nobrs><nosmile>
2012-02-06
١٥ تنه پوليس له روزني وروسته پر کار وګمارل سول
ازادۍ راډيو - ورځپاڼو ته کتنه - په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مطالب قطر ته د پاکستان د صدراعظم سفر او په افغانستان کې د سولې د روان بهیر په اړه د پاکستان اندیښنو ته ځانګړې کړي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې. ملي باور: ملي باور نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې د پاکستان صدراعظم به په دوحه کې له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر او طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو په څرنګوالي خبرې وکړي. ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان صدراعظم دا سفر وروسته له هغې کوي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې کابل ته په سفر سره د سولې په بهیر کې د پاکستان د ورګډولو هڅه وکړه. ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان اوس دا درک کړې، چې د سولې د هڅو په وړاندې خنډ نشي رامنځ ته کولای او همدا علت دې، چې غواړي ځان په دې بهیر کې ورګډ کړي. ورځپاڼې په ورته وخت کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د پاکستان د هلو ځلو په پام کې ساتلو سره خپله هم باید د سولې په بهیر کې د ورګډیدو هڅه وکړي. د ورځپاڼې په باور که دا ټولې هڅې د سولې لپاره وي او که کومه معامله وي په هر حال د افغان حکومت ښکیلتیا پکې ضروري ده. محور: محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې کابل ته د حنا رباني او قطر ته ددغه هیواد د صدراعظم سفر او بیا حکمتیار ته د مرکې د اجازې ورکول دا ټول پرمختګونه ښیۍ، چې پاکستان له ډیرۍ ناچارۍ د افغانستان سولې ته غاړه ایښي. ورځپاڼه لیکي، چې د سولې په بهیر کې د پاکستان د شاملیدو لپاره ددغه هیواد روانې هلې ځلې ټول د هغې ویرې څرګندوی دي، چې پاکستان یی د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لري. ورځپاڼې لیکلي، چې دغې ویرې پاکستان هڅولې، چې خپله مداخله وکړي او له افغان حکومت سره اړیکې نږدې کړي، څو که یی طالبان له ګوتو وځي، نو یو بل بدیل وار د مخې پیدا کړي. سرنوشت: سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا هڅو پاکستان ورخطا کړې. ورځپاڼه لیکي، چې دغۍ ورخطایی پاکستان اړ کړ، چې د بهرنیو چارو وزیره کابل ته واستوي او د قطر د خبرو د شنډولو هڅه وکړي. د ورځپاڼې په وینا پاکستان په دې هم قانع ندې او اوس غواړي، چې په یو نه یو ډول ځآن د قطر په خبرو کې ښکیل کړي، چې د قطر ته د پاکستان د صدراعظم سفر د همدغو هڅو یوه برخه ده. ورځپاڼې لیکلي، چې د قطر د خبرو په اړه وروستي پرمختګونه ښیۍ، چۍ دا خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره ندي، بلکه یوه معامله ده، چې هدف یی د امریکا د ګټو خوندي کول دي. دې ورځپاڼې هم افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې د قطر خبرې له نږدې وڅاري او په ورته وخت کې له خپله اړخه د سولې لپاره هلې ځلې وکړي. هېواد: هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې وروستې سفر دا ښیۍ، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان او د ټولې سیمې په ګټه ده. ورځپاڼې دا سفر موثر بللې او لیکلي، چې له شویو خبرو داسې ښکاري، چې دا خبرې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړې کولو کې مهم رول لوبولې شي. <nobrs><nosmile>
2012-02-06
کابل ورځپاڼو د سولي په اړه د پاکستان رول ته کتنه کړې
سلېمان يوسفي - په کابل کي مېشت د يوه امريکايي بېس مشر جنرال ډون کمبيل د يوې خبرپاڼي په خپرولو ويلي چي د خپل هغه جنرال د مړيني په باب يې تحقيقات شروع کړي چي په خپله خونه کي مړ وموندل سو. تورنجنرال ټيرينس هيلډنر چي ٤٩ کاله عمر يې درلود، د جمعې په ورځ په داسي حال کي په خپله خونه کي موندل سوى چي د مړيني علت يې هم تر اوسه معلوم نه دئ. د نوموړي په باب دونه معلومات ورکړل سوي چي په کويټ، عراق او افغانستان کي يې په بېلابېلو عملياتو کي برخه اخيستې وه، او اوس يې د مرګ په باب تحقيقات روان دي. <nobrs><nosmile>
2012-02-05
کابل: امريکايي جنرال په خونه کي مړ موندل سوى دئ
سلېمان يوسفي - افغان سوداګر وايي د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري افغانستان په سفر کي ژمنه کړې وه چي په پېښور او کراچي کي د دوى بند مالونه به ټول ايله کړي، خو تر اوسه يې نه دي ايله کړي. افغان سوداګر عبيدالله وايي د پاکستان حکومت کابل ته د حنا رباني تر راتګ لس ورځي دمخه لا ژمنه کړې وه چي د دوى ټول کانټينرونه به خوشي کړي، خو تر اوسه يې د سوونو له جملې څخه فقط ١٦٥ موټرانو ته د تګ اجازه ورکړې ده. پاکستان په تېرو څو کلونو کي هر وخت په يوه او بله پلمه د افغان سوداګرو مالونه له ځنډ سره مخ کوي، خو وروستى وار يې وروسته له هغه افغانستان ته پر تلونکو اموالو بنديز ولګاوه چي د تېر کال د نومبر په آخره کي د ناټو په بمباريو کي ٢٤ پاکستاني پوځيان ووژل سول. <nobrs><nosmile>
2012-02-05
افغان سوداګر: پاکستان پر ژمنه نه درېږي
سلېمان يوسفي - په کندهار ښار کي د موټر بم چاودني اووه تنه مړه او ٢١ تنه ټپيان کړل. چارواکي وايي چاودنه په هرات دروازه کي امنيه قومندانۍ ته نيژدې د موټرانو په يوه پارکينګ سوې ده، چي له امله يې څلور ملکي کسان او درې پوليس مړه سوي دي. اسوشيېټيډ پريس آژانس د کندهار د والي د وياند له قوله وايي چي چاودونکي مواد په يوه موټر کي ايښودل سوي او بيا د ريموټ په ذريعه انفجار ورکړل سوى دئ. راپور وايي سيمه د ناټو ځواکونو کلابنده کړې وه، امبولانسونو ټپيان انتقالول، په شاوخوا سيمه کي د دروازو او کړکيو هنداري ماتي سوي وې او ځاى ځاى مځکه په وينو لړلې وه.
2012-02-05
کندهار: موټر بم څلور ملکيان او درې پوليس مړه کړل
سلېمان يوسفي - طالبان وايي هغه آوازې هيڅ رښتينوالى نه لري چي ګني د دوى مشر ملامحمدعمر پروسږکال باراک اوباما ته خط استولى وو او د خپلو پنځو ملګرو د ايله کېدو غوښتنه يې ځني کړې وه. پرون امريکايي مطبوعاتو داسي راپورونه خپاره کړل چي د طالبانو مشر پروسږکال له امريکا سره خبرو ته لېوالتيا ښوولې وه او په يوه ليک کي يې له ګوانتانامو څخه د پنځو طالب مشرانو د خلاصون غوښتنه کړې وه. رويټرز آژانس د طالبانو د يوې خبرپاڼي په حواله وايي چي اوباما ته د ملامحمدعمر د خط لېږل يوه دروغجنه آوازه ده.<nobrs><nosmile>
2012-02-04
طالبانو امريکا ته د خپل مشر د خط استول رد کړل
سلېمان يوسفي - د افغانستان په باب د ملګرو متلونو خپره سوې احصائيه وايي د ٢٠١١ کال په جريان کي ٣٠٢١ تنه ملکي افغانان وژل سوي دي. د يوناما له خوا په خپاره سوي راپور کي راغلي چي دغه شمېره په ٢٠١٠ کال ٢٧٩٠ او په ٢٠٠٩ کال ٢٤١٢ کسان وو، چي کال په کال ډېرښت پکښي راغلى دئ. يوناما وايي تر ټولو ډېر ملکي خلګ د طالبانو په چاودنو او ځانمرګو کي وژل سوي دي، چي د ټولو مړو ٢٣٣٢ تنه جوړوي او د پروسږکال په نسبت ١٤ فيصده زياتوب پکښي راغلى دئ. راپور زياتوي چي ٤١٠ تنه ملکي کسان د نړۍ والو ځواکونو په عملياتو کي چي ډېر يې د بمباريو له امله دي وژل سوي دي او د ٢٠١٠ کال په نسبت څلور فيصده ډېرښت پکښي ليدل کېږي. رويټرز آژانس د ملګرو ملتونو په حواله وايي چي له ٢٠٠٧ کال راهيسي شاوخوا ١٢٠٠٠ ملکي افغانان د روان جنګ له امله مړه سوي دي.
2012-02-04
ملګري ملتونه: پروسږکال ٣٠٢١ ملکي افغانان وژل سوي دي
نذیراحمد نذیر - د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وړاندیز کړی چې د سوریې د ستونزې د هواري لپاره باید د سوريې ولسمشر بشرالاسد باید استعفا ورکړي،خو روسیې په کله ددې وړاندیز مخالفت کړی دی. د روسیې او امریکې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې اړه نن اوږدې خبرې وکړې، خو بیا یې هم روسیه قانع نشوای کړای چې د ملګرو ملتونو وړاندیز ته مثبته رایه ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف وویل چې د ملګرو ملتونو دې وړاندیز ته رایه ورکول به بیخی ( رسوايي ) جوړه کړي او په ښکاره به شي چې غربي هېوادونه په بربنډه توګه د سوریې په چارو کې لاسوهنه کوي. روسیه او چین په ملګرو ملتونو کې د ( رد) حق لري.
2012-02-04
روسیې او چین د م.م تصمیم ونه مانه
سلېمان يوسفي - رويټرز آژانس وايي د پاکستان خارجه وزارت اعلان کړى چي د دوشنبې په ورځ به يې صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د قطر هيواد ته په سفر ولاړ سي. د خارجه وزارت وياند عبدالباسط له يوه پاکستاني تلوېزون سره په مرکه کي ويلي چي ښاغلى ګيلاني به د قطر له حکومت سره د افغان طالبانو د دفتر او سولي په باب خبري وکړي. عبدالباسط ويلي چي ګيلاني به د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په باب د پاکستان دريځ د قطر حکومت ته په ډاګه کړي. پسله هغه چي امريکا او طالبانو ومنله چي په قطر کي يې څو ځله خبري سره کړي، د افغانستان او پاکستان حکومتونو اندېښنه څرګنده کړه چي دوى د سولي له خبرو ايستل سوي او وايي هسي نه امريکا او طالبان پر خپل سر کومه معامله سره وکړي.
2012-02-04
پاکستانى صدراعظم د افغان طالبانو پر سر له قطر سره خبري کوي
د شرارت ځاله او د شیطان استازي د شرارت ځاله او د شیطان استازي
2012-02-08   سرلوڅ مرادزی
خوشال خان خټک او د هغه عصر خوشال خان خټک او د هغه عصر
2012-02-08   عبدالباري جهاني
افغانستان که د مخابراتي څپو تنور افغانستان که د مخابراتي څپو تنور
2012-02-08   انجنير سيد احمدشا سادات
د آی کیو (IQ) لنډه پیژندنه د آی کیو (IQ) لنډه پیژندنه
2012-02-07   ډاکټر جاوید حبیبي
اخر ئې ولي خر بولي ؟ ! ! ! اخر ئې ولي خر بولي ؟ ! ! !
2012-02-07   جلال الرحمان شرر
دبوديجې نه مصرف د وزارتونو بی کيفايتی ! دبوديجې نه مصرف د وزارتونو بی کيفايتی !
2012-02-07   پوهيالۍ ګل شاه صبری - جرمنی
آیا پوهیدئ ؟ اتمه پرله پسې برخه آیا پوهیدئ ؟ اتمه پرله پسې برخه
2012-02-07   پوهنیار - تنها اندړ
د تفاريفو له پاره ډېر دقت په كار دى! د تفاريفو له پاره ډېر دقت په كار دى!
2012-02-07   احسان الله آرينزى
د امریکا ، افغانستان او پاکستان په مثلث کې د هند ونډه د امریکا ، افغانستان او پاکستان په مثلث کې د هند ونډه
2012-02-07   احمد (ظریف )
پښتنو ته له یووالي پرته بله لار نده پاتی پښتنو ته له یووالي پرته بله لار نده پاتی
2012-02-07   ايمل څړوال
قضاوت یکجانبه، عادلانه نیست! قضاوت یکجانبه، عادلانه نیست!
2012-02-07   مسعودفارانی
دوه تمانچه يي قاتل دوه تمانچه يي قاتل
2012-02-07   مسيح الله عصام
افغانستان د حتمي بدلون په لور افغانستان د حتمي بدلون په لور
2012-02-06   عبدالباري عارض - افغانستان
په رښتیا هم امریکا له افغانستان څخه وځي؟ په رښتیا هم امریکا له افغانستان څخه وځي؟
2012-02-06   مجيب الرحمن ساپی

نــــــور

اسلام شعر طنز ادب لنډه کيسه نقد چاپي اثار بلاګونه
لراوبر کتابتون پيغامونه او خبرتياوي
LARAWBAR.COM | 2011-11-05 - د {امریکایي چوڼۍ او استعماري نخشې} نومي اثر پښتو او دری بڼي پر لیکه سوې لنډه پېژندنه  :::

د {امریکایي چوڼۍ او استعماري نخشې} نومي اثر پښتو او دری بڼي پر لیکه سوې
ليکنه :  محمد هارون خپل
د خپرېدو نېټه :  2011-11-05
انلاين چاري :  Larawbar.Com
لنډه پېژندنه  :::

لراوبر برېښنايي کتابتون : {سلطان محمد خان فاتح} تاریخي اثر پر لیکه سو
ليکنه :  ژباړن : قریب الرحمن سعید
د خپرېدو نېټه :  2011-10-21
انلاين چاري :  Larawbar.Com
لنډه پېژندنه  :::

{پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه} ارزښتناک پر لیکه اثر
ليکنه :  محمد معصوم هوتک
د خپرېدو نېټه :  2011-10-15
انلاين چاري :  Larawbar.Com
لنډه پېژندنه  :::

لراوبر کتابتون : {د ایمان اغېزې په رواني او جسمي روغتیا باندي} پر لیکه اثر
ليکنه :  ډاکټر فیض الله کاکړ
د خپرېدو نېټه :  2011-09-04
انلاين چاري :  Larawbar.Com
لنډه پېژندنه  :::

د ډاکټر نثار احمد صمد "د قرآن سره مرکه" نومي ارزښتناک اثر پر لیکه سو
ليکنه :  لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد
د خپرېدو نېټه :  2011-08-29
انلاين چاري :  Larawbar.Com
په بلجيم کي د ارواښاد عزيزالله باوري د فاتحې خبرتيا
دطب په څانګه کې تږوژباړونکوته بلنه
لندن: د افضل ټکور د ورور انجنيرمحمد نعيم د فاتحې خبرتيا
په ناروې کې د افغان ادبي ناستې خبرتيا
په سويډن کي د ارواښاد ميرويس سيدزي فاتحه او په اوکراين کي د قرآن عظيم په ختم سره ياد تازه کيږي
د افغانستان یوازینې ستور مزلی ښاغلي عبدالاحد مومند په وياړ غونډه
په برلين کي د افغانستان د فډرالي کېدو پټه غونډه له مخکي رسوا سول
په لندن کې ګډیِ مشاعرې ته بــلــنــه !

©  کاپي کول د ماخذ په يادولو جواز لري |  تګلاره

©  Larawbar.com 2007-2014 | Terms & Privacy