د کابل خطرناکي لوبي

عبدالباري جهاني : دا چي د طالبانو سره پر څشي خبري کیږی او د خبرو څخه به په نتیجه کی څه راوزي، دا لا هیچا ته معلومه نه ده. خو پخپله د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل کیدلو که ډیر زیات اهمیت نه درلودلای نو نه د شمال ایتلاف دونه ژر په برلین کی عکس العمل ښکاره کاوه او نه کرزی دونه وارخطا کیدی چی کابل ته یی د ګروسمن د رسیدلو په درشل کی د حکمتیار سره د خپلو مستقلو او جلا خبرو د پیل کیدلو اعلان وکړ...تفصيل

د پښتو يېګانو استعمال ی ي ې ۍ   لنډه تشرېح

د کندهار والي پوهنوال توريالی ويسا سره د لراوبر ويبپاڼي مرکه
مرکه : عبدالواسع هڅيال - ويډيو : فضل احمد انيس

لټون ...

اعلانونه

راپور او مرکه

د سهيلي پښتونخوا په ګومله کي د پښتومشاعرې راپور د سهيلي پښتونخوا په ګومله کي د پښتومشاعرې راپور
رپورټ : رفيع ا لله مندوخېل
کندهار : مياشتنۍ ادبي ناسته ترسره سوه کندهار : مياشتنۍ ادبي ناسته ترسره سوه
انجنېر عطاء جان - کندهار
سويډن: د افغان ستور مزلي په وياړ غونډه ترسره سوه سويډن: د افغان ستور مزلي په وياړ غونډه ترسره سوه
عبدالله احسان - سويډن
برلين: دسولي،بيا رغوني او کلتور کمېټې دغونډي راپور برلين: دسولي،بيا رغوني او کلتور کمېټې دغونډي راپور
ډاکټر پښتون
نخستين برنامهء شام آشنايی با آفريده های ادبی و . . . نخستين برنامهء شام آشنايی با آفريده های ادبی و . . .
فضل رحيم رحيم - بلجيم

ستاسي تجارتي اعلان

ستاسي تجارتي اعلان

SiteLock

تازه خبرونه تازه ليکني
لراوبر -
ناټو د افغانستان په سهېل کي د طالبانو د وسله وال په بريد په نتيجه کي د خپل يوه سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړئ دی ، په دې اړه لراوبرته په رسېدلې خبرپاڼه کي د وژل سوي سرتيري هويت او دپېښي دقيق ځای نه دی ښودل سوی .

بله خوا طالب وياند قاري يوسف وايي چي تېر ماځيګر د کندهار ولايت په زنګاوات کي يو بهرنی پوځي چي د خپلي قرارګا څخه د باندي راوتلی و ، د اوږدغاړي توپک په نوني وويشتل سو چي دده په وينا ځای پر ځای ووژل سوی دی .
<nobrs><nosmile> 2012-01-27
ناټو وايي د طالبانو په بريد کي يې ۱ سرتيرئ ووژل سو
لراوبر -
وسله والو طالبانو دکونړولايت په غازي ابادولسوالۍ کي د امريکايانو پر نظامي اډه ددرنووسلوبريدترسره کړ.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په وينا دغه اډه چې ديادي ولسوالۍ په سونوګ سيمه کي موقعيت لري پرون ماپښين ددوی د کسانو له  لوري له درې طرفه بريدلاندي راغله .
طالبان ادعا کوي چي په بريد کي له هاوان، هشتاددو او راکټ لانچرڅخه کار اخيستل شوی له امله يې دبيس ودانۍ ته د زيان تر څنګ ۱۲ بهرني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د طالبانو ددغي ادعا په اړه د ايتلاف او ايساف ځواکونو مطبوعاتي مسولينو ندئ کړئ .
<nobrs><nosmile>
2012-01-27
کنړ:په غازي اباد کي پر امريکايي اډه وسله وال بريد سوی دی
ثناالله وحيد - کرمه:په کرمه ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو طالبانوترمنځه په نښته کې 20 طالبان وژل شوي او خواؤشا 22 عسکر هم ژوبل شوي دغه نښته وروسته له هغې پيل شوه کله چې د کرمې ايجنسۍ په غرييزه سيمه جوگي کې طالبانو په امنيتي ځواکونو بريد وکړو په دغه نښته کې 22 پاکستاني عسکر هم ژوبل شوي، دنښتې په مهال دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې کارولي. <nobrs><nosmile>
2012-01-27
په کرمه ايجنسۍ کې20 طالبان وژل شوي
کندوز - د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کي دمحلي پوليسوپه خپلمنځي جګړه کي ۲  قومندانان  سرفراز او زلمی وژل شوي او څلور محلي پوليس زخميان سويدي .
پېښه ددې ولسوالۍ په ناصروسيمه کي د محلي پوليسو په غونډه کي د لفظي شخړي پرمهال رامنځته سوه .
دکندوز چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .<nobrs><nosmile>
2012-01-27
کندوز: په خپلمنځي جګړه کي ۲ محلي قومندانان وژل سويدي
ثناالله وحيد - پېښور:دپاکستان مرکزي حکومت د پريکړې له مخې د پېښورنړيوال هوايي ډگرنوم دباچاخان نړيوال هوايي ډګرباندې اړولې دي داغوښتنه نيشنل گوندکړې وه چې ومنل شوه
2012-01-27
د پېښورنړيوال هوايي ډگرنوم دباچاخان نړيوال هوايي ډګرشو
ثناالله وحيد - پېښور:د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د خدايي خدمتګار غورځنګ د رهبر خان عبدالغفارخان او د هغه د زوی او وتلي پښتون سیاستوال خان عبدالولي خان د تلین په مناسبت جوړه شوې یوې غونډې ته د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندار خان په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د پاکستان په پارلمان کې تل د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.او د خپلو هلو ځلو په مټ یې تر ډېره خپل حقونه ترلاسه کړي دي.هغه زیاته کړه چې کوم حقوق پاته دي هغه به هم ډېر ژر راوړينوموړي زیاته کړه چې د پښتنو د حقونو مبارزه مو تر ډېره ګټلې ده او راروا ن جنګ د پښتنو د بقا دی او د ګوند هر غړی باید دا هدف په خپل ذهن کې وساتي چې موږ د پښتنو د بقا جنګ کوو.موږ به پر دې پښتنه خاوره امن روالو.د خپلو خویندو میندو د پړوني تحفظ به کوو.زموږ سر کې ځي ولاړ دې شي خو دې خاورې ته به امن هرومرو راوړو اسفندیار ولي خان وویل چې دوي په په خپله خاوره د امن لپارمذاکراتو ته تیار دي خو که طالبان د عدم تشدد پر فلسفه ودري ،هغه زیاته کړه چې”موږ پرون له صوفي محمد سره مذاکرات کول،له ملا فضل الله سره مو خبره کوله .او هرڅوک چې خبرې کولو ته تیار دي موږ ورسره کېنو.زه ورته دا هم نه وایم چې ته خپل ټوپک وغورځوه.ځکه چې ته پښتانه ته دا نه شې ویلای چې ټوپک وغورځوه.ها موږ دا ورته وایو چې د تشدد غندنه به کوي.د حکومت واک او ریټ به تسلیموي.او دا تسلي به را کوي چې د پاکستان خاوره به نه به هیواد دننه نه له هیواده بهر د چا خلاف استعمالوي.زه تیار یم چې خبرو ته ورسره کښېنم.٬٬اسفندیار ولي خان وویل چې د پاکستان د آیین له مخې پارلمان ډېر لوی واختیارلري.او د پاکستان ټولې ادارې پارلمان ته جوابدې دي او باید ټول یې د تقدس خیال وساتي.یاده دې وي چې عوامي نېشنل ګوند نن د خدايي خدمتګار غورځنګ د رهبر عبدالغفارخان د ۲۶ م تلین او وتلي سیاستوال خان عبدالولي خان شپږم تلین لمانځي. <nobrs><nosmile>
2012-01-27
اسفنديار ولي :زمونږجنگ د پښتنو د بقا دی
ثناالله وحيد - پېښور:په پېښور کې د جمعيت العلماالاسلام مولانا فضل الرحمان د ډلې د خېبرايجنسۍ دلنډي کوتل مشرگل رحمان د خېبرخان زوى ناڅرگندووسله والو وژلى دى پېښه په فقيراباد کې رامنځته شوي ده <nobrs><nosmile>
2012-01-27
د جمعيت العلماالاسلام گل رحمان ووژل شو
رفيع الله مندوخېل - کوټه : دډېره بګټي په سوئي سيمه کي نامعلومه وسله والودامنيتي سرتېروپرپوسته بريدوکړ، چي په کي ۵ امنيتي سرتېري ووژل سو. بريدکوونکي دپېښي له ځايه په تېښته بريالي سوي دي . خوتراوسه دپېښي پړه چاپرغاړه نه ده اخيستې . بله پېښه چي په سرحدي ښارګوادرکي رامينځته سوه، دايران سرحدي ځواکونوهغه مهال ۶ تنه په ډزوووژل کله چي دوي غوښتل چي ايران ته په ناقانونه توګه واوړي . دوژل سوي کسانومړي دايران دچابهارروغتون لېږدول سوي دي . وژل سوي کسان دتربت، جيوني اوآواران اوسېدونکي وو .
2012-01-27
کوټه : په دووجلاجلاپېښوکي د۵امنيتي سرتېروپه شمول ۱۱تنه ووژل سو.
کندهار - د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازي يان کوبيش نن کندهار ولايت ته سفر وکړى او دلته يې له ځايي ادارې سره وکتل.
ښاغلى کوبيش تېره اوونۍ په کابل کي د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ د مشر د وظيفي اخستلو په موخه کابل ته راغلى او له مرکزه د باندي ولايتي سفرونه يې له کندهار څخه پيل کړل.
نوموړي د کندهار ولايت د غونډو په تالار کي له کندهار والي، د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان،  ولايتي شورا، سولي شورا، امنيه قومندان، د ملي امنيت رئيس، د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون مرستيال، سکتوري رئيسانو او نورو کليدي چارواکو سره وکتل.
هغه د کندهار له دولتي او ملکي منسوبينو سره د ليدني پرمهال وويل ځکه يې ولايتي سفر له کندهاره پيل کړى چي دې ولايت د تاريخ په اوږدو کي د هيواد سرنوشت ټاکلى او همدامهال هم د افغانستان د امن او ثبات لپاره حياتي اهميت لري.
د کوبيش په خبره، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خاص استازي په توګه به هڅه وکړي چي نور نړيوال سازمانونه هم له افغانستان سره مرستي ته راوبولي او يوه پر خپلو پښو ولاړه افغاني اداره چي اساس يې ټاکل سوى نوره هم پياوړې کړي.
نوموړي زياته کړه ((ښايي په افغانستان کي دامهال مېشت ډېر هيوادونه به افغانستان پريږدي خو يوازينى څوک چي هميشه به له افغانستان سره پاته کيږي ملګري ملتونه دي چي تر وروستي حده به له افغانانو سره مرستي او همکارۍ کوي)).
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ملل متحد ځانګړي استازي ته تر ښه راغلاست وروسته وويل چي د کندهارولايتي اداره دا مهال مطبوعاتي همکارۍ ته اړتيا لري چي وکولای سي تر خپل ولس له حقايقو خبر کړي، نوموړي د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست د لا پياوړتيا په برخه کي هم له ښاغلي کوبيش د نوري پاملرني او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کندهار ولايت د عامي روغتيا رياست رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د ملګرو ملتونو د خاص استازي سره د ليدني پرمهال له هغه غوښتنه وکړه چي په کندهار کي د خوراکي موادو او درملو د معاينې لپاره د يوه لابراتور د جوړولو په برخه کي ورسره مرسته وکړي ځکه دده په خبره چي د سهيلي اسيا د زيات شمېر هيوادونو درمل او خوراکي توکي د کندهار له لاري افغانستان ته وارديږي.
نوموړي همداراز په کندهار کي د هغو کثافاتو چي د ښار له بيلا بيلو نقطو څخه ټول سوي او کوم بل ټاکلي ځاى ته لېږدول سوي د له منځه وړلو لپاره د ځانګړي ماشين د نصب غوښتنه هم وکړه.
د کندهار ښاروال محمد عمر عمر په نني مجلس کي له ښاغلي کوبيش څخه وغوښتل چي خپلو اړوندو ادارو ته هدايت وکړي څو په کندهار کي اساسي او د اوږدمهال لپاره حس کېدونکي کارونه وکړي څو ګټه يې د تل لپاره ددې ښار اوسېدونکو ته پاته سي ځکه دده په خبره چي خپله کندهار ښاروالي د وړو پروژو د پلي کېدو توان لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي  يان کوبيش د کندهار والي او سکتوري رئيسانو د  غوښتنو او پېشنهادونو تر اورېدلو وروسته ژمنه وکړه چي په سهيلي حوزه او مرکز کي به له خپلو اړوندو ادارو سره پر دغو پېشنهادونو بحث کوي او هڅه به وکړي چي تر وسه وسه ورته مثبت ځواب ووايي.<nobrs><nosmile>
2012-01-26
د م.م. خاص استازي ولايتي سفرونه له کندهاره پيل کړل
سلېمان يوسفي - د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د پاکستان خارجه وزيره حنا رباني به را روانه مياشت کابل ته راسي. د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي رسنيو ته وويل چي د آغلي رباني په راتګ سره به د افغانستان او پاکستان د ډيپلوماتيکو اړيکو نوى باب پرانيستل سي. <nobrs><nosmile>
2012-01-26
د پاکستان خارجه وزيره کابل ته راځي
لراوبر -
لويه څارنوالي وايي د ګلبهار سنټر مشر ګلبهار حبيبي او دوه نور داسي کسان يې د مځکو د غصب په تور بنديان کړي دي چي د لوړ پوړو چارواکو په نامه يې جعلي احکام جوړ کړي او د هغوی جعلي لاسليکونه پر کړي وو .

لويي څارنوالۍ نن خبر ورکړ چي په کابل کي د ګلبهار سنټر مشر او يو شمېر نورو تجارتي مرکزونو پر مالکانو تور دی چي د ولسمشر د لومړي مرستيال په جعلي لاسليک او حکم يې لسګونه جريبه مځکه غصب کړې او لوړ پوړيزي ودانۍ يې پرجوړي کړي دي .

د لويه څارنوالي وايي چي د ګلبهار سنټر مشر د يوه جعلي سند پذ ريعه د کابل په شش درک سيمه کي ۱۷ جريبه مځکه اخستې ده . د لويي څارنوالۍ چارواکي وايي چي په لسګونو داسي نور تجارتي مرکزونه او لوړ پوړيزه ودانۍ بادي شک دی چي په غيرقانوني توګه جوړي سوي دي او لويه څارنوالي به ددغو ټولو اسناد له سره وڅېړي .
<nobrs><nosmile>
2012-01-26
لويه څارنوالي: ګلبهار حبيبي د چارواکو جعلي لاسليکونه کارولي دی
سلېمان يوسفي - د افغانستان ولسمشر حامد کرزى چي اروپا ته په پنځه ورځني سفر روان سوى، نن به د اېټاليا له ولسمشر سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي. د جمهوري رياست وياند اېمل فيضي وويل ولسمشر کرزى به تر اېټاليا وروسته فرانسې او بيا انګلستان ته ولاړ سي او له دغو هيوادونو سره به هم ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي. د ښاغلي فيضي په وينا د دغو تړونونو له مخي به اېټاليا، فرانسه او انګلستان تر ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان په سياسي، اقتصادي او پوځي چارو کي يوازي نه پرېږدي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي. ولسمشر کرزي پرون خپل پنځه ورځنى سفر له ګاونډي هيواد ترکمنستان څخه شروع کئ او د دغه هيواد له ولسمشر سره يې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګازو د نل ليکي په باب خبري وکړې. <nobrs><nosmile>
2012-01-26
افغانستان له اېټاليا، فرانسې او انګلستان سره تړونونه لاسليکوي
سلېمان يوسفي - په کونړ ولايت کي د طالب جنګياليو يو قومندان له خپلو شاوخوا ١٢ ملګرو سره له دولت سره يوځاى سوى دئ. ياد سوى قومندان چي د کونړ په وټه پور ولسوالي کي يې د حکومت ضد فعاليت کاوه، دوې مخابرې او څو ميله وسلې هم له ځان سره راوړي دي. قومندان احمدالله چي له دولت سره يوځاى سوى دئ آزادۍ راډيو ته يې وويل ګاونډي هيوادونه غواړي په افغانستان کي د جنګ ډګر تود وساتي، که په لر او که په بر کي څوک وژل کېږي هغه ټول زموږ افغانان دي. قومندان احمدالله وايي دوى ته به ويل کېدل، چي په سيمه کي د بيا رغوني د پروژو مخنيوى وکړي، روغتونونه، کلينيکونه، پلونه او سړکونه وران کړي. يو بل تن نجيب الله چي هم د دې ګروپ غړى دئ، وايي دوى ته ويل کېدل چي مکتب ته د تلونکو کوچنيانو مخنيوى وکړى. د ضياءالرحمان په نوم يو بل تن بيا وويل چي په سيمه کي يې د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ضد ډېر عمليات کړي دي، نوموړى وايي دوى ته داسي تبليغات کېدل چي له امله يې عام افغانان او دکانداران هم ټول کافران ورته ايسېدل.
2012-01-26
طالب ضياءالرحمان: موږ ته هر افغان کافر ښکارېدئ
سلېمان يوسفي - د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار او څلورو ولسواليو (کامې، سرخرود، ښېوې، بهسودو) امنيتي مسوليت نن د رسمي مراسمو په ترڅ کي افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل سو. د واک لېږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل که څه هم اوس د جلال آباد په ښار او ځينو ولسواليو کي امنيتي حالت ښه نه دئ، خو که حکومت جدي پام ورته ونکړي، دلته به حالات تر دې ډېر خراب سي. نوموړي وويل د جلال آباد او څو ولسواليو امنيتي چاري په دې خاطر له خارجيانو نه اخلي چي هلته امنيت ښه دئ، بلکي هدف مو دا دئ چي دلته امنيت ښه سي. ډاکټر احمدزي وويل په ننګرهار کي يو شمېر بانفوذه کسان سته چي له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي، په ځانو پسي يې په لسګونو وسله وال پسې کړي وي او چي هرڅه يې زړه وغواړي هغه کوي. نوموړي وويل د خلګو مشرې په وسلو، وسله والو او په ځان پسي د باډيګارډانو په پسې کولو نه کېږي. اشرف غني احمدزي که څه هم د چا نوم وانه خيستى، خو ښايي اشاره يې د ننګرهار د ولايتي شورا د رئيس حاجي جمال قدير وسله والو ته وه، چي تېره اونۍ يې د يوه افغان سوداګر پر کور او فابريکه باندي حمله کړې وه، او د سوداګر حاجي فاروق په وينا پيسې او د امنيت وسلې يې ځني وړي وې.
2012-01-26
ننګرهار: د ښار او څلورو ولسواليو مسوليت افغانانو ته وسپارل سو
لراوبر -
د بادغيس ولايت د کلای نو ولسوالۍ د بم درې په سيمه کي د ددې ولايت لپاره د ولايتي بيارغاوني ټيم د مشر او بادغيس ولايت د پوهني ريس لخوا ګټني اخستني ته چمتو سول .

دغه ښوونځی چي د هسپانيې د Caja Extremadura بانک په پنځوس زره يورو مرسته جوړ سوی د څلوېښتو زده کوونکو ۴ ټولګۍ تر څنګ د ښوونکو د ناستي ځای ( اداره ) ، تشنابونه او د څښلواوبو څا په لرلو سره د ۴ کلنۍ څخه تر ۱۲ کلنو پنځه سوه کوچنيانو لپاره د زده کړي اسانتيا برابره وي .

د بم دره دبادغيس ولايت د مرکز څخه په شپېته کيلومټري کي پرته ده ، په دې سيمه کي چي د هسپانيې هيواد پوځيان مېشت دي تر دې مخکي ددغه سيمي اوسيدونکو کوچنيانو د زده کړي لپاره له خېمو څخه کار اخستئ چي په ژمي کي سړې هوا او بارانونو او په دوبي کي سوځوونکي لمر  زده کوونکو او ښوونکو ته درسي ماحول ستونزمن کړئ و .

2012-01-26
بادغيس:د ۵۰۰ زده کوونکو لپاره نوی ښوونځی جوړ سو
لراوبر -
د موټربم دغه ځانمرگى بريد د پنجشنبې په ورځ د لس نيموبجوپه شاوخوا كې په لښكرگاه كې د ولايت ودانى ته څيرمه د پوهنې رياست ته مخامخ د يوه تن ځانمرگي بريد كوونكي لخوا چې په كرولاموټركې سپورود ولايتي بيارغونې په موټريزكاروان ترسره شو.

د هلمند امنيتي چارواکو په وينا ددغه بريد په پايله كې د يوه ماشوم په ګډون څلور تنه هيواد وال  وژل سوي او   ۳۱  نور ملکي وګړي زخميان سوي دي . د چارواکو په وينا دومره زوروره وه چي په سيمه کي د کورونو ، دفترونو او دکانونو هندارې ورماتي کړې او د پوهني رياست د مامورينو او مراجعينو ۱۷ موټرونه يې زيانمن کړل . د هلمند والي ددې بريد پړه د وطن او خلکو پر دښمنانو ور واچوله .

د هلمند ولايت څخه په دې اړه خپره سوې اعلاميه کي دا څرګنده کړېده چي د موټر بم بريد د PRT  ولايتي بيارغوني ډلي پر کاروان وسو ، مګر هغوی ته يې د زيان په اړه جزيات نه دي ورکړي .
طالبانو تر اوسه ددې بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .
<nobrs><nosmile>
2012-01-26
هلمند : د PRT پر کاروان موټر بم چاودني مرګ ژوبله واړوله
کندهار -
د کندهار ولايت دامنيه قومندانۍد امنيت امر وايي چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي يې ٣٠ تنه هغه بهرني اتباع چي قانوني جوازونه ورسره نه ول نيول سوي او له پولي اړول سوي دي.
سمونوال رحمت الله اطرافي چي نن يې د کندهار ولايت د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته خبري کولې وويل چي په دې کسانو کي زياته برخه يې د پاکستان هيواد اتباع وه چي قانوني اسناد يې نه لرل.
د نوموړي په خبره چي په ياده اوونۍ کي يې په جنايي جرمونو ککړ هم لس تنه نيولي چي پکښي غله او نور ورته کسان شامل دي او اړوندو قضايي ارګانونو ته سپارل سوي دي.
د امنيت امر همداراز زياته کړه چي د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مديريت پوليسو يې په تېره اوونۍ کي ٢٠٥٠ کيلو ګرامه خام چرس او همداراز ١٢٧ کيلو ګرامه تارياک له دوو موټرونو او څلورو تنو قاچاقبرانو سره يو ځاى نيولي دي.

2012-01-26
د کندهار پوليسو ۳۰ تنه ناقانونه بهرنيان نيولي او شړلي دي
لراوبر -

د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي نن د افغان بهرنيو پوځيانو د ګډو پوځي عملياتو په ترڅ کي يو شمېر وسلې او نشه يي توکي نيول سوي دي ، لراوبر ته د ناټو لخوا په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي په دغو عملياتو کي ۲۵۰ کيلوګرامه چرس او يو شمېر د هاوان مرمۍ نيول سوي دي . د خبرپاڼي له مخي وسلې ځای پر ځای له منځه وړي خو ۲۵۰ کيلو چرس يې له ځانه سره وړي او وايي چي يوه بله ورځ به يې له منځه يوسي .
<nobrs><nosmile>
2012-01-25
د پوځي عملياتو په ترڅ کي وسلې او نشه يي توکي نيول سويدي
لراوبر -
نن دافغانستان په سهېل کيد سړک غاړي بم په چاودنه کي د ناټو يو سرتيرئ وژل سوی دی ، د ناټو مطبوعاتي دفتر د خپل يوه پوځي د وژل کېدو خبره تاييد کړېده خو د هغه هويت اود پېښي دقيق ځای يې نه دی ښوولئ . دوی دا ډول د ژوبل کسانو او مالي زيان په اړه هم مالومات نه دي ورکړي .
<nobrs><nosmile>
2012-01-25
د افغانستان په سهيل کي يو بل بهرنی پوځي وژل سوی دی
لراوبر -
د ارزګان ولایت د حج او اوقافو ریس مولوی حمد الله د اداري فساد په تور څارنوالی ته معرفی شوی دی .

د روزګان ولايت څخه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي ددې ولايت د حج او اوقافو ريس مولوي حمدالله د اداري اصلاحاتو کميسون لخوا په اداري فساد تورن پيژندل سوئ او ددې ولايت د والي په امر د پلټنو د پاره څارنوالۍ ته ور پېژندل سوی دی . پر نوموړي تور دی چي تېر کال يې د حجيانو لپاره دخدمتونو په لړ کي درغلي کړېده .

د روزګان والي محمد عمر شیزاد وایي په دې په دی ولایت کی یې د اداري فساد په وړاندي کلکه مبارزه پیل کړې او  ټول هغه مامورین به څارنوالۍ ته ووپیژني چی په داري فساد ککړوي . نوموړئ وايي په دې ولايت کي يې د اداري اصلاحاتو په لړ کي تراوسه ۷ تنه مسلکي مامورين په دندو ګمارلي دي .

د حج او اوقافو ريس تر نيولو وړاندي په دې ولايت کي دوه نور جګ پوړي مامورين هم د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل سوي وو .
<nobrs><nosmile>
2012-01-25
روزګان:دحج او اوقافو ريس په اداري فساد تورن سو
همایون بابر -
د لومړي ځل لپاره د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي د سیمه ییزو پولیسو له چلند څخه خوښي څرګندوي.
د کندوز ولایت په شمال کې پرته د امام صاحب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې د سیمه ییزو پولیسو له جوړېدو دمخه په یاده ولسوالۍ کې ډېری وختونه به اربکیانو اوغیر مسؤلو وسلوالو کسانو خلک په یو او بل نوم ځورول، خو په دې وروستیو کې د دغې ولسوالۍ په امنیتي حالت کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
بل لوري ته د کندوز محلي مقامات وایي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې ۳۰۰ تنه سمیه ییز پولیس د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې شامل او پر دنده ګمارل شوي چې د ټولو مالي امتیازاتو نه برخمن او د خلکو په چوپړ کې دي.
دغه مقامات زیاتوي چې تر دې وروسته دوی د اربکي په نوم څوک په رسمیت نه پېژني.

د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، وړاندې له دې چی په ياده ولسوالۍ کې ځايي پوليس پر دنده وګومارل شي، وسلوالې- غيرمسؤلې ډلې د اربکيو تر نامه لاندې به يې په سيمو کې فعاليتونه او خلک به يې د نامعلومو دلايلو له کبله تر وهلو او ټکولو لاندې راوستل.

تر دې وړاندې د کندوز امام صاحب ولسوالۍ په ګډون د نورو ولسوالیو اوسېدونکیو د ځایی ملېشو او اربکیو په نوم وسلوالو ټوپکمارو له ناوړه چال چلند څخه سخت سر ټکاوه، چې په دغو ځورونو کې جنسي تېري، په زور مال اخیستل، لوټ- تالان او وژنې شاملې وې.

په عین حال کې هغه پولیس چې له اربکیانو څخه پر سمیه ییزو پولیسو بدل شوي، وایي که چېرې افغان دولت ورته اعاشه اباطه او نور مالي امتیازات په وخت ورکړي، دوی به هیڅکله هم چا ته په سیمه کې د ورانکارو فعالیتونو د ترسره کولواجازه ورنکړي.

همدغه راز د کندوز امنیتي چارواکي وایي چې سیمه ییز پولیس وروسته د قومي مشرانو په تضمین او سپارښتنه پر دندو ګومارل شوي، چې په خبره به تر دې وروسته خلک نه ځوروي.
له بل لوري د کندز ولايت امنيتي چارواکي په داسې حال کې چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د ځايي پوليسو شتون اغېزمن بولي، خو زياتوي چې دغه سرتېري د سپين ږيرو تر تضمين وروسته په خپلو سيمو کې دنده ترسره کوي او کولای شي چې په امنيت کې مثبت رول ولوبوي.

اوسمهال په کندز ولايت کې څه باندې ۱۲۰۰ تنه ځايي پوليس په دشت ارچي، امام صاحب او د کندز ښار شاوخوا پر دنده وګومارل شي او په دې وروستيو کې د امنيتي سازمان تر نامه لاندې يوه بله ډله د ځايي پوليسو تر څنګ د آيساف ځواکونو له خوا د سيمو د امنيت د خونديتوب په موخه ګومارل شوي دي.

<nobrs><nosmile>
2012-01-25
کندوز: په لومړي ځل خلک د پوليسو له کاره خوښي څرګندوي
رپورټ : رفيع ا لله مندوخېل -

rafiullah.mandokhail@gmail.com<WBR>

دشيخ طوطي باباادبي ټولنې ګوملې له خوادخراسان ادبي کاروان ږوب دشاعرانوپه وياړدګوملې په تاريخي سيمه کي يوه درنه اوپرتمينه مشاعره وسوه . چي په کي دګوملې، ټانک، ملېزی، پنيالې، کړي حيدر، مغزي، پاي، عمرخېل اونوروسيموپه سلګونه شاعرانو، ليکوالانواودادب مينه والوګډون درلود .

دمشاعرې صدارت دخراسان ادبي کاروان ږوب دصدرمحمدطاهرخوږمن هوتک پرغاړه وو،اومشرمېلمه دمينځنۍپښتونخوامرکزي  ادبي ټولنې پنيالې مشرحکيم محمدامام وو . دسټېج چارې محمدشفيع آرماني پرمخ بيولې . پردريځ ياسټېج محمدايوب بورا، حاجي عبدالرحمن، هيبت خان هيبت، عبدالسلام داغي، اخترمسرور، رفيع الله مندوخېل او محمدايوب انجم هم ناست وو .

مشاعره دقرآن کريم دڅومبارکوآياتونوپه تلاوت سره پيل سوه، چي له هغه وروسته دټانک دسيمې تکړه اوځوان شاعرحاجي عبدالرحمن راغليومېلمنوته تودهرکلی ووايه .

له دې وروسته دشعرونولړۍ پيل سوه،

اومحمدشفيع آرماني، نعمت الله ملنګ، مطيع الله طراز، شرافت علي شاهد، جمعه خان مشکور، اعجازخاکي، عصمت الله مچن خېل، عبدالباسط سيماب، رضوان مچن خېل، عالمګيرمسرور، محمدرفيع پرېشان، بشيردېوانه، مزمل امام، عباس خان عباس، کليم الحق کليم، قطب شاه، حاجي عنايت الله، نظرخان نظر، عبدالسلام داغي، محمدايوب انجم، محمدايوب بورا، حاجي عبدالرحمن، اخترمسرور، هيبت خان هيبت، حکيم محمدامام اومحمدطاهرخوږمن هوتک خپل خواږه شعرونه دادب مينه والوته واورول  .

دمشاعرې په پاي کي دمشاعري صدرمحمدطاهرخوږمن هوتک دګوملې پرتاريخ اودخلګوپرمېلمه پالنې څوخبرې وکړې، اودشېخ طوطي باباادبي ټولنې دمشرتابه اوملګرويې زښته زياته مننه وکړه . چي ديوې پرتمينې غونډې اومشاعرې ضمينه يې مساعده کړې وه .

مشاعره چي دماښام پراته بجې پيل سوې وه، دشپې دوې بجې پاي ته ورسېده .

2012-01-25
د سهيلي پښتونخوا په ګومله کي د پښتومشاعرې راپور
ثناالله وحيد - کرمه :دکرمې ايجنسۍ په جوگي سيمه کې د طالبانو او دپاکستان د پوځ ترمنځه په نښته کې ٢ سرتيري او ٧ طالبان وژل شوي دي :او له دواړو لوريو ١٢ کسان ټپيان دي
2012-01-25
په کرمه کې د طالبانو او د پوځ ترمنځه نښته
وسیع الله میاخیل - د کابل ولایت ویاند - د کابل والي احمدالله علیزي په مشرۍ ددې ولایت د استناف محاکمو رئیس الحاج صدیق الله حقیق، استناف څارنوالی رئیس سیدشریف اغا، د ۱۰۱ اسمائي زون امنیتي معین مل پاسوال محمد داود امین، د ولایتي شورا رئیس الحاج نثارالدین بریالي، د محاکمو د تحریراتو رئیس محمدنسیم کشاف او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو د کابل ولایت په توقیف خانه کې د بندیانو ستونزې له نژدې وڅیړلې. کابل والي احمدالله علیزي وویل چې د کابل ولایت د عدلي او قضايي ارګانونو د ګډې غونډې د پریکړې له مخې نن د کابل ولایت عدلي او قضایي ارګانونو مسولین په توقیف خانه کې د بندیانو د ستونزو د څیړلو او د دوې دسیو ته په خپل وخت د رسیدو په موخه راغلې ترڅو د بندیانو څخه ددوې ستونزې واوري او د قانون په رڼا کې حل شي، کابل والي هیله وښوده چې د کابل ولایت په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ښې همغږۍ له امله به وکولای شي چې د بندیانو ستونزې او دوسیې په خپل وخت حل کړي. د کابل ولایت د استناف محاکمو رئیس الحاج صدیق الله حقیق له توقیف خانې څخه د لیدنې موخه د بندیانو د ستونزو اوریدل وباله او ژمنه یې وکړه چې په کابل توقیف خانه کې به د ټولو بندیانو دوسیو ته د عدالت په رڼا کې رسیده ګي کیږي او محاکم به خپل ایماني او وجداني مسولیت په پوره صداقت سره ادا کوي، ښاغلې حقیق له متهمینو څخه غوښته وکړه چې د هغو کسانو په اړه دې محاکمو ته معلومات ورکړي چې په غیرقانوني توګه ددوې پر وړاندې ستونزې پیداکوي او زیاته یې کړه چې د کابل ولایت په محاکمو کې د دوسیو د شمیر د زیاتوالې له امله دسیو ته په خپل وخت او زمان رسیده ګي نه کیږي ځکه مونږ باید عدالت تامین او د حق پر بنیاد فیصله وکړو. د کابل د ولایتي شورا رئیس الحاج نثارالدین بریالي د کابل والي او ورسره مل پلاوې څخه مننه وکړه چې د بندیانو د ستونزو د څیړلو په موخه د کابل له توقیف خانې څخه یې لیدنه وکړه. د یاده ولو وړه ده چې دا لومړی ځل دی چې د کابل ولایت عدلې او قضایي ارګانونو مسولین د کابل والي په مشرۍ په ګډه ددې ولایت د بندیانو ستونزې اوري او د حل لپاره به یې قانوني لارې چارې لټوي. په پای کې د کابل والي لخوا د ولایت د مقام مرسته، چې د بندیانو د خوراک لپاره غوښه وه، د توقیف خانې مسولینو په واک کې ورکړل شوه. <nobrs><nosmile>
2012-01-25
د کابل ولایت په توقیف خانه کې د بندیانو ستونزې وڅیړل شوې.
ثناالله وحيد - پېښور:په پاکستان کې دافغان مهاجرينو مشورتى شورا غونډه دمعلم ولايت خان پۀ مشرۍ وشوه چې په کې ملک نياز محمد اؤيوشمير نورو مشرانو برخه واخسته په دې مهال دشورا نوى ټول ټاکنې وشوې چې دهغوترمينځ پۀ افغانستان کې شورا مسئول مشر يعقوب خان شينوارى وټاکل شو او په پاکستان کې سليم ولايت خان دشورامشر، ملک نياز داړيکو مسئول، احسان غني مرستيال، محمد اشرف بوستان د اجرايي کميټۍ غړى ملک غفار دمالياتو مسئول، سيد سيف الرحمان هاشمى د دارالانشا مسئول ، جان اغا زيار وياند او عبدالملک کامه وال دځوانانو دچارو مسئول وټاکل شول غوندې ته پخپله وينا کې معلم ولايت خان وويل چې دشورا هلې ځلې دڅه په مجبورۍ له ا مله لنډمهاله ځنډيدلى وې خو اوس به هره مياشت غونډه کوي دۀ وويل چې افغانستان اؤ پاکستان کښې به دشورا هيتونه دافغان کډوالو په ستونزو د لوړ رتبه چارواکو سره ليدنې کوى او د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو کې په مرستې کوى په پاى کې د پاکستان له دولت څخه غوښتنه وشوه چې دسويلې سيمو افغانانو دپاره دې دکوهاټ دټنل لاره پرانستل شي ځکه چې د افغانانو په ټنل تګ بنديز سره له سختو مشکلاتو سره مخ دي.
2012-01-25
دافغان مهاجرينو دمشورتي شورا ټاکڼې وشوې
ثناالله وحيد - ټانگ: د خېبر پښتونخواه په ټانک ضلعه کې د سختې يخنۍ له کبله د مسود کډوالو په یوه پنډغالي (کېمپ) کې درې تنه مړه شويدي، او پکې دوه ښځې فالج وهلې دي. د جنوبي وزيرستان مرستيال پولېټېکل ايجنټ نواب خان ساپي هم د دې خبرې پخلی کړی دی. په دغه پنډغالي کې نژدې ۲۵۰۰۰ کډوال میشت دي چې ډېری یې د جنوبي وزیرستان څخه وراکډه شوي دي.ویل کېږی دوی په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو له لاسه بې کوره شوي دي.په دوی کې یې ډېرو په خپلو کلیو کې پاخه کوورنه له لاسه ورکړي او اوس یې ماشومان په کیږدیو کې د ساړه ژمي او تودې ګرمۍ ژوند تېروي.ددغه کډوالو ماشومان او ښځې له بیلا بیلو ناروغیو سره مخامخ دي. <nobrs><nosmile>
2012-01-25
د جنوبي وزیرستان کډوال له یخه مړه شول
د استاد پسرلي (غزل بڼ ) چاپ او مخکتنه يې وشوه د استاد پسرلي (غزل بڼ ) چاپ او مخکتنه يې وشوه
2012-01-27   ادم خان سیرت
نوې څیړنه:مینه اعتیاد دی نوې څیړنه:مینه اعتیاد دی
2012-01-27   شهير تنګيوال - هالنډ
وګړنېزه اروا پوهنه - لومړۍ برخه وګړنېزه اروا پوهنه - لومړۍ برخه
2012-01-25   پښتو ژباړه : ن قرانمل
څوبُعديزه شخصيت (قاضي محمد حسن حقيار) څوبُعديزه شخصيت (قاضي محمد حسن حقيار)
2012-01-25   رفيع الله روشن
د ژبو تاريخ - پنځمه برخه ( د ژبو غټ ګروپونه) د ژبو تاريخ - پنځمه برخه ( د ژبو غټ ګروپونه)
2012-01-25   له سويډني ژبي ژباړونکی : محمد داود هوتک
لس  کلنه ديموکراسي او بې برېښنا پايتخت لس کلنه ديموکراسي او بې برېښنا پايتخت
2012-01-25   انجنير عبدالله او انجنير نورالحمن
د مولوى محمد سالم "حارث" ژوند ليک د مولوى محمد سالم "حارث" ژوند ليک
2012-01-25   ضيا آرمان عمرى
خوست د هري پيل سوي ټولګټي مبارزې لومړی سنګر خوست د هري پيل سوي ټولګټي مبارزې لومړی سنګر
2012-01-25   واکمن
هغوی ته چې له سولي ویره لري !!! هغوی ته چې له سولي ویره لري !!!
2012-01-25   ظریف
The Moral Degradation of Western Alliance in Afghanistan The Moral Degradation of Western Alliance in Afghanistan
2012-01-25   Dr.D.Mirakai & Dr.R.Zirakyar
امریکا :خندنۍ موسکا خونړۍ امسا امریکا :خندنۍ موسکا خونړۍ امسا
2012-01-25   پروفیسور کابلی والا - هند
آیا پوهیدئ ؟ شپږمه پرله پسې برخه آیا پوهیدئ ؟ شپږمه پرله پسې برخه
2012-01-24   پوهنیار - تنها اندړ
اغاي محقق از خر سواري تا كا ديلا ك سواري  ( قسمت سوم ) اغاي محقق از خر سواري تا كا ديلا ك سواري ( قسمت سوم )
2012-01-24   منصور احمدزی
آیا پوهیدئ ؟ پنځمه پرله پسې برخه آیا پوهیدئ ؟ پنځمه پرله پسې برخه
2012-01-24   پوهنیار - تنها اندړ

نــــــور

اسلام شعر طنز ادب لنډه کيسه نقد چاپي اثار بلاګونه
لراوبر کتابتون پيغامونه او خبرتياوي
LARAWBAR.COM | 2011-11-05 - د {امریکایي چوڼۍ او استعماري نخشې} نومي اثر پښتو او دری بڼي پر لیکه سوې لنډه پېژندنه  :::

د {امریکایي چوڼۍ او استعماري نخشې} نومي اثر پښتو او دری بڼي پر لیکه سوې
ليکنه :  محمد هارون خپل
د خپرېدو نېټه :  2011-11-05
انلاين چاري :  Larawbar.Com
لنډه پېژندنه  :::

لراوبر برېښنايي کتابتون : {سلطان محمد خان فاتح} تاریخي اثر پر لیکه سو
ليکنه :  ژباړن : قریب الرحمن سعید
د خپرېدو نېټه :  2011-10-21
انلاين چاري :  Larawbar.Com
لنډه پېژندنه  :::

{پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه} ارزښتناک پر لیکه اثر
ليکنه :  محمد معصوم هوتک
د خپرېدو نېټه :  2011-10-15
انلاين چاري :  Larawbar.Com
لنډه پېژندنه  :::

لراوبر کتابتون : {د ایمان اغېزې په رواني او جسمي روغتیا باندي} پر لیکه اثر
ليکنه :  ډاکټر فیض الله کاکړ
د خپرېدو نېټه :  2011-09-04
انلاين چاري :  Larawbar.Com
لنډه پېژندنه  :::

د ډاکټر نثار احمد صمد "د قرآن سره مرکه" نومي ارزښتناک اثر پر لیکه سو
ليکنه :  لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد
د خپرېدو نېټه :  2011-08-29
انلاين چاري :  Larawbar.Com
کابل: د ارواښاد عزيزالله باوري د فاتحې خبرتيا
په ناروې کې د افغان ادبي ناستې خبرتيا
په سويډن کي د ارواښاد ميرويس سيدزي فاتحه او په اوکراين کي د قرآن عظيم په ختم سره ياد تازه کيږي
دطب په څانګه کې تږوژباړونکوته بلنه
د افغانستان یوازینې ستور مزلی ښاغلي عبدالاحد مومند په وياړ غونډه
په برلين کي د افغانستان د فډرالي کېدو پټه غونډه له مخکي رسوا سول
په لندن کې ګډیِ مشاعرې ته بــلــنــه !
دپوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ په وياړ علمي غونډه جوړيږی

©  کاپي کول د ماخذ په يادولو جواز لري |  تګلاره

©  Larawbar.com 2007-2014 | Terms & Privacy